ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه څو ورځو کې له ټرمپ سره وګوري

په برلين کې چارواکي وايي د جرمني صدراعظمه انګېلا ميرکل لس ورځې وروسته په واشنګټن کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.

د ښاغلي ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته دواړو رهبرانو په خپلو کې ټليفوني خبرې کړې وې.

مېرمن مېرکل د هغو پاليسيو په ملاتړ څرګندونې کړي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورباندې سخت انتقاد کړى دى.

هغې د ټرمپ د هغه نظر مخالفت کړى و چې ناټو يې يو منسوخ سازمان بللى و.

د جرمني صدراعظمه وايي، د واشنګټن او اروپا ترمنځ نېږدې همکاري بايد د ډيموکراسۍ، ازادي او د هر فرد د حقونو د مراعتولو او درناوي په ګډون پر ګډو ارزښتونو ولاړه وي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال د کډوالو په اړه د مېرمن مېرکل پر تګلارې انتقاد کړى و.