د فاریاب المار کې چاودنې یو پولیس وژلی او یو تن یې ټپي کړی

د فاریاب د المار ولسوالۍ په بازار کې نن چاودنه وشوه.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند نن ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې له امله د ولسوالۍ یو پولیس وژل شوی او یو تن زخمي شوی دی.

په‎دې چاودنه کې لږ تر لږه 15 ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

د حملې مسؤلیت چا نه‎دی اخیستی خو د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې حمله وسله‎والو طالبانو کړې او هدف یې د ولسوالۍ پولیس وو.