لېوال: افغانستان د قبایلو د سیاسي ارادې ملاتړ کوي

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، حکومت قبایل خپل خلک ګڼي او د هغوی د سیاسي ارادې ملاتړ کوي.

د پاکستان حکومت پرون د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو پلان تصویب کړ چې پر اساس به یې دا سیمې په خېبر پښتونخوا ایالت کې مدغمې شي.

اسلام‎اباد وویل چې د اصلاحاتو دا پلان په پينځو کلونو کې عملي کوي.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال نن ازادي راډیو ته وویل:

"که اراده له بده وضعیته د خلکو د را ایستلو لپاره وي نو زه فکر کوم چې د افغانستان حکومت به د خلکو د سیاسي ارادې ملاتړ کوي."

د افغانستان په ولسي جرګه کې د سرحدونو، قبایلو او کوچیانو د چارو لپاره ځانګړي کمېسیون نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسلام‎اباد دا پلان د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ حساسیتونه پيدا کوي.

دې کمېسیون همدا راز له حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان د حکومت د دې اقدام پر وړاندې دریځ غوره کړي او د ډیورند کرښې پر برخلیک دې هم له پاکستان سره خبرې وکړي.