په داسې حال کې چې افغانستان کې د تېرو کلونو په مقایسه ناامنۍ پراخې شوي د امریکا سنا کې د وسلهوالو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مککېن د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې دې هېواد ته دې پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل:
"ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره باید افغانستان سره هماغسې بېړنۍ او عاجل چلند وکړي لکه د اسلامي دولت په نوم د وسلهوالې ډلې پرضد جګړې ته چې نیت لري."
سناتور جان مککېن خبرداری ورکړ، که افغانستان ته پاملرنه ونه شي روان وضعیت به په دې هېواد کې په سټراټیژیکه ناکامۍ تمام شي.
د امریکا سنا کې د وسلهوالو خدمتونو د کمېټې رئیس سناتور جان مککېن زیاته کړه:
"تېروتنه باید ونه شي افغانستان په شدت زموږ د شریک دښمن څخه د خپلو هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوي. خو موږ هم باید دا درک کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د هغو ترهګرو دښمنانو پرضد جګړه کې ښکیل ده چې زموږ پر هېواد یې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه کړي وو."
سناتور جان مککېن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره میاشت افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا د وسلهوالو خدمتونو کمېټې ته وویل:
"افغانستان کې د اوسني په ټپه دریدلي حالت د بدلون لپاره څو زرو نورو امریکايي او یا هم د ناټو د نورو غړیو سرتېرو ته اړتیا لري څو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په ښه توګه وکړی شي."
تراوسه پورې امریکايي دفاعي چارواکو په څرګنده د جان نیکلسن د دې غوښتنې په اړه څه نهدي ویلي.
په دې اوونۍ کې کانګرس ته په وینا کې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان یادونه ونهکړه خو ویې ویل چې د اسلامي دولت د وسلهوالې په نوم ډلې "داعش" پرضد به په ټوله نړۍ کې په شدت مبارزه وکړي.
سناتور جان مککېن د ولسمشر ټرمپ د دې ژمنې ستاینه وکړه خو ویلې یې دي:
"اړتیا ده چې افغانستان هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې و اوسي."
دې امریکايي سناتور په خپلې اعلامیې کې په افغانستان کې وروستیو ناکررایو ته اشارې کړې او په کابل کې یې د چهارشنبې د ورځې د بریدونو یادونه کړې چې لږ تر لږه تر شلو زیات کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
نوموړي همدارنګه د افغانستان شمال کې د طالبانو پر لاس د یوې بلې ولسوالۍ د سقوط یادونه هم کړې او ویلې یې دي:
"دا شاتګ په ټول هېواد کې په ځورونکو زیانونو پسې رامنځ ته کېږي."
د پنټاګون چارواکي پلان لري په دې پسرلي کې د افغانستان جنوب لویدیځ ته ۳۰۰ امریکايي سمندري سرتېري واستوي.
سناتور جان مککېن او جنرال جان نیکلسن دا اقدام ستايي خو کافي یې نه ګڼي.
سناتور جان مککېن وايي:
"غواړي چې ولسمشر ټرمپ له فرصته ګټه واخلي، په افغانستان کې روانه پاڼه بدله کړي او بالاخره زموږ نظامي قوماندانانو ته هغه سرچینې او واک برابر کړي چې هغوی ورته زموږ د دښمن خلاف د جګړې د نوښت په لاس کې اخېستو لپاره اړتیا لري."
دا مهال افغانستان کې ۸۵۰۰ امریکايي سرتېري او د ناټو د نورو متحدانو شاوخوا پنځه زره سرتېري مېشت چې د افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او ملاتړ برابروي.