پنټاګون: امریکا یمن کې څه باندې ۲۰ هوایي بریدونه کړي

د امریکا دفاع وزارت وایي، د دوی ځواکونو په یمن کې له القاعده سره د تړلو یاغیانو په وړاندې څه باندې شل هوایي بریدونه کړي دي.

د امریکا د نوي ادارې د کار له پیل راهیسې دا په یمن کې د امریکایي ځواکونو د دوهم ځل پراخو عملیاتو یوه برخه ده.

پنټاګون وایي، په پروني بریدونو کې د دغې شبکې اړوند د وسلو او مهماتو مرکزونه او تأسیسات په نښه کړي دي.

که څه هم تراوسه د دغو بریدونو څرنګوالی معلوم نه‎دیخو د یمن امنیتي چارواکو او د سیمې اوسیدونکو د امریکایي جټ او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.