القاعده شبکې پرون تائید کړه چې دوهم درجه مشر يې په سوریه کې وژل شوی دی.
د المغرب او عرب جزېرې لپاره د القاعده څانګې په یوه بیان کې ویلي ابو الخیرالمصري د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.
القاعده خپل وژل شوی مشر اتل ګڼلی او د هغه وژنه يې د دې شبکې په وینا د امریکا او صلیبي ائتلاف یو بل جنایت بللی دی.
د مصر تبعه ۵۹ کلن ابو الخیرالمصري له ایمن الظواهري وروسته د القاعده شبکې دوهم درجه مشر و.
امریکايي چارواکو ویلي، المصري يې د تېرې فبرورۍ میاشت په ۲۶ نېټه د سوريې ادلب ښار ته نېږدې په داسې حال کې چې په یوه موټر کې و، د بې پیلوټه الوتکې په راکټي برید کې یې له منځه یوړ.
المصري چې په عبدالله محمد رجب عبدالرحمن هم مشهور و، د القاعده د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن زوم او د دې شبکې د مشرتابه شورا غړی و.
پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته المصري په ایران کې پناه اخیستې وه او امریکايي ځواکونه له ۱۹ کلونو راهیسې د نوموړي په لټه کې وو.