ايران کې يو پروفیسور مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوی

په ايران کې د پوهنتون يو پروفیسور مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوی دی.

د قزوين ښار څارنوال صادقي نيارکي ميزان خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ ويلي چې د امام خميني په نړيوال پوهنتون کې یوه پروفيسور په خپل صنف کې مذهبي مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.

ميزان چې د ايران له قضايي سيسټم سره تړاو لري، د صادقي نيارکي په اړه راپور ورکوي چې د پوهنتون دغه استاد لږ موده مخکې ونيول شو.

ده په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

مخکې هم د ايران د دولت له‎خوا پر روڼ اندو، فعالانو او د ايران پر مذهبي اقليتونو ورته تورونه پورې شوي دي.