خوست لاریون: پر افغان خاوره دې د پاکستان بریدونه بند شي

د پنجشنبې په ورځ د خوست سلګونه اوسېدونکو د یوې غونډې او وروسته د یو سوله‌ییز لاریون له لارې د پاکستاني چارواکو نه وغوښتل چې د افغانستان پر سرحدي سیمو دې پر ملکي وګړو راکټي حملې ودروي.

دوی د افغانستان او پاکستان د ګډو ترانزیټي لارو تړل او پاکستان کې د افغاني کډوالو ځورونه د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله او ويې‌غوښتل چې یاد هېواد دې په افغانستان کې له څرګندو او پټو لاسوهنو هم لاس واخلي.

د خوست د علماوو شورا رئيس مولوي شاه محمد محمدي تر لاریون وړاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل:

"لر او بر پښتانه ټول سره وروڼه دي، هغه مهاجر چې هلته بې‌عزته کېږي یا ټکول کېږي موږ پرې سخت خفه کېږو. د دې مزائیلو له ویشتلو يې زموږ ویشتل مطلب نه‎دی، بلکې مطلب‌يې دا دی چې دوی به هم د دې په مقابل کې مزائیل راوشړي او هلته به د پښتنو پر کورونو ولګېږي، نو موږ مزائیل لرو، خو نه‌يې توغوو، ځکه هلته پښتانه پرې لګېږي او پنجاب ته نه‌رسېږي، د لارو د تړلو څخه‌يې هدف دا دی چې لر او بر پښتانه سره بیل کړي."

د غونډې ګډونوالو وروسته د خوست له ملي لوبغالي څخه د ښار د عدالت تر څلور لاري لایون وکړ او په پای کې د مدني فعال نصیر احمد روښان له‎خوا د لاریون اووه ماده‌ییز پرېکړه‎لیک ولوستل شو.

د پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې راغلي وو:

"د افغانستان په یو شمېر سرحدي سیمو لکه ننګرهار او کونړ کې پر ملکي افغانانو د پاکستاني پوځیانو راکټي حملي نه‌یوازې، د دوی اسلامي او بشري ضد هویت په ډاګه کوي، بلکې د نړۍ د ټولو منل شویو موازینو ضد هغه عمل دی چې که بند يې نه‎کړي د ټول افغان مومن او مجاهد ولس له ځوابي برید سره به مخامخ شي."

په پرېکړه کې زیاته شوې وه چې د نړۍ هېڅ بشري قانون پاکستان ته اجازه نه‌درکوي چې په هغه هېواد کې میشت ملکي افغانان په یو او بل نوم وځوروي، نو پاکستاني واکمن دې دا ډول عملونه بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام‎اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وړمه ورځ په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي و چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځ‌يې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره د تړل شویو لارو په اړه په جدیت بحث کړی دی.

د ده په وینا سره له‎ دې چې د پاکستان لوري د دغو لارو د نسبي پرانیستلو په اړه ژمنې کړې وې، خو لا هم ډېری خلک د پولو دواړو غاړو ته د بندو دروازو یو او بل لوري ته ایسار دي، د پاکستان په سند او لاهور کې د وروستیو خونړیو چاودنو وروسته د پاکستان چارواکو له افغانستان سره ټولې سرحدي لارې وتړلې.