د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې راتلونکي پسرلی دوی ته مهم دی او افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو او وسلهوالې دفاع لپاره بشپړ تیاری لري.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم په ژمي کې جګړې وې، خو بیاهم حکومت د راتلونکي کال د جګړهییز فصل لپاره تیاری نیولی دی.
ښاغلي فیصل ټینګار کوي چې افغان ځواکونه په ټول توان چمتو دي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جګړه يېز فصل له پیل وړاندې، وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د بغلان د تالا و برفک ولسوالۍ نیولې ده.