د ارزګان سیمهییز چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال شپږ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نورزي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځيې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري ځمکني او هوايي عملیات کړي چې په نتیجه کې يې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي او په خبرهیې چې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
نوموړی وايي چې د یادو عملیاتو پر مهاليې یو شمېر سیمې هم له وسلهوالو طالبانو تصفیه کړي او عملیات اوس هم روان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات نمایشي بڼه لري.