ولسمشرمحمد اشرف غني پرون چهارشنبه امام محمد وریماچ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئیس په توګه وټاکه.
له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي:
"ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشا ریاست ته له اتو تنو نوماندانو سره له مرکو وروسته دا پرېکړه وکړه."
تر دې پرېکړې یوه ورځ مخکې دې څوکۍ ته د نوماندانو سره په مرکو کې چې په ارګ کې وشوې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم برخه لرله.
ښاغلي وریماچ تر دې مخکې هم د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې دنده ترسره کړې.
نوموړی د نورستان ولایت اوسېدونکی دی او لوړې زدهکړې یې په هندوستان کې کړې دي.