روغتیا وزارت: د کابل ښار نننیو حملو کې ۳۸ ټپیان او ۳ تنه وژل شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د کابل ښار د چهارشنبې په نننۍ امنیتي پېښو کې درې تنه وژل شوي او نېږدې څلوېښت نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل چې دوه تنه په شپږمه امنیتي حوزه کې او یو تن په دولسمه امنیتي حوزه کې وژل شوي.

خو ده دا څرګنده نه‌کړه چې په وژل شویو او ټپیانو کې څوک شامل دي.

ښاغلي مجروح په دې هکله وویل:

"۳۸ تنه زموږ هیوادوال ټپیان شوي او دوه تنه په‌کې وژل شوي دي، په دولسمه حوزه کې هم یو عسکر وژل شوی او ټپیان په‌کې نه‌شته، د کم شمېر ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه‌دی او تفکیکي معلومات به یو ساعت وروسته موږ تاسو ته وړاندې کړو."

د کابل امنیتي مسؤلینو یوازې دواړه پېښې تائید کړي او د پېښو د څرنګوالي او تلفاتو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

لومړۍ پېښه د کابل ښار په لوېدیځه برخه شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه وشوه، عیني شاهدان وایي چې لومړی یوه انتحاري حمله وشوه او وروسته څو تنه وسله‌وال طالبان یوې ودانۍ ته ننوتل او پر حوزې او حربي ښوونځي یې ډزې پیل کړې.

په عین حال کې د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې پورې اړوند سیمه احمد شاه بابا مېنه کې چې د ارزان قیمت په نوم هم یادېږي دوه تنه وسله‌وال چې غوښتل‌یې د امنیتي ځواکونو مرکز ته ننوځي له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.

لا تر اوسه دا نه‌ده معلومه شوې چې په دې پېښو کې څومره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې حملو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې دوی د ملي اردو د جلب او جذب پر مرکز حمله کړې.

یوه امنیتي مسؤل د خپل نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې حمله کوونکي وژل شوي او هلته اوس تصفیوي عملیات روان دي.

پخواني معلومات:

کابل ښار له یوه نسبي امنیت وروسته نن چهارشنبه غرمه مهال یو ځل بیا د چاودنو او ډزو شاهد وو.

یو شمېر وسله‌وال د کابل ښار په لوېدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې تر څنګ یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه پر حوزې، حربي ښوونځي او د ملي اردو د جلب او جذب پر مرکز ډزې کوي.

عیني شاهدان وایي چې لومړی په سیمه کې یوه انتحاري حمله شوې او وروسته دوه یا درې تنه وسله‌وال یوې ودانۍ ته ختلي او له هغه ځایه ډزې کوي.

د کابل امنیتي مسؤلینو لا تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي او د تلفاتو په اړه هم جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

یوې امنیتي سرچینې چې خپل نوم‌یې څرګند نه‌کړ ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

دې منبع همداراز وویل چې امنیتي ځواکونه هغې ودانۍ ته ننوتي چې وسله‌وال طالبان په‌کې دي او تصفیوي عملیات روان دي.

خو عیني شاهدان وایي چې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر زیات دی.

د کابل ښار په لوېدیځ کې د استقلال روغتون مسؤلینو ویلي چې له دې پېښې دیارلس ټپیان دې روغتون ته لېږدول شوي.

په عین حال کې د کابل ښار په ختیځه برخه احمد شاه بابا مېنه «ارزان قیمت» کې امنیتي مسؤلین وایي، دوو حمله کوونکو چې غوښتل‌یې د ملي امنیت مرکز ته ورننوځي د امنیتي ځواکونو له‌خوا په ډزو وژل شوي.

خو دې سرچینې په دې اړه چې په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې او که نه څه ونه‌ویل.

ځینو لوېدیځو رسنیو د عامې روغتیا وزارت د ویاند وحیدالله مجروح په حواله ویلي چې تر اوسه ۳۵ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د دې حملو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د ملي اردو د جلب او جذب پر مرکز یې حمله کړې.

د شپږمې امنیتي حوزې له سیمې د ازادی راډیو خبریال وایي چې ډزې اوس هم اورېدل کېږي او ډېر شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

پخواني معلومات:

څو شېبې وړاندې د کابل ښار شپږمې او ۱۲مې امنیتي حوزو کې چاودنې شوې دي.

امنیتي چارواکي پېښه تائیدوي خو تر اوسه‌یې د جزئیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

عیني شاهدان وايي لومړی په سیمه کې درنه چاودنه وشوه او وروسته وسله‌وال شپږمې امنتیي حوزې ته نېږدې یوې ودانۍ ته ننوتل.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، افغان کومانډو ځواکونو سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې حالات کابو کړي.

دی وايي چې لا هم په سیمه کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي خو امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

د استقلال روغتون مسؤلینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړې چې د پېښې له ځایه تر اوسه ۱۳ ټپیان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي وروړل شوي دي.

طالبانو د پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د کابل ښار له ۱۲ امنیتي حوزې څخه هم د چاودنې راپورونه ورکړل شوي خو د کره جزئیاتو په اړه‌یې تر اوسه معلومات نه‌شته.

پخواني معلومات:

د کابل ښار لوېدیځه څنډه شپږمه امنیتي حوزه کې پر حربي ښوونځي چاودنه شوې ده.

امنیتي چارواکي پېښه تائیدوي خو تر اوسه‌یې د جزئیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

عیني شاهدانو ویلي چې په سیمه کې یې د ډزو اوازونه هم اورېدلي دي.

د پېښې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات:

شېبه وړاندې په کابل ښار کې د یوې قوي چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

تر دا مهاله د یادې چاودنې هدف او نوعیت معلوم نه‌دی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...