صافی: د شمال زون بزګرو ته د اوبو ۳۳۰ ذخیرې جوړې شوي

د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې مسئولین وايي چې د افغانستان د وجهي صندوق په مرسته‌یې د شمال زون بزګرو ته د اوبو ۳۳۰ ذخیرې جوړې کړې دي.

په کرنې وزارت کې د یادې پروژې مشر عثمان صافي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په مجموعي ډول دې ذخیرو باندې ۴.۳ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې ۲۵ سلنه پیسې یې بزګرانو او کروندګرو ورکړي او ۷۵ سلنه نورو بودجه‌یې د زراعت وزارت له‌خوا د افغانستان د وجهي صندوق په مرسته تأمین شوې ده.

ښاغلي صافي په دې اړه وویل:

"هغه پیسې چې په مجموعي ډول په مصرف رسېدلي، په شمال زون کې ۴.۳ میلیونه ډالر دي چې ۷۵ سلنه‌یې د وزارت له‌خوا او ۲۵ سلنه نور یې د کروندګرو له‌خوا ورکول کېږي."

عثمان صافی وايي چې په ټول افغانستان کې یې کروندګرو ته ۳۸۰ د اوبو ذخیرې جوړې کړي چې ۳۳۰یې شمال زون ته ځانګړې شوې دي.

د ښاغلي عثمان صافي په خبره چې د یادې پروژې اصلي هدف چې کروندګرو او بزګرانو د تولید د سطح لوړوالی دی چې په تطبیق سره به‌یې د باغدارانو عواید هم لوړ شي.

کابو لس کاله کېږي چې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې خپل فعالیت په افغانستان کې پیل کړی او اساسي هدف‌یې دا دی چې په هېواد کې د بیا ځل لپاره ځنګلونه احیا کړي، باغونه احداث شي او له کروندګرو سره مرسته وکړي چې زراعتي تولیدات‌یې ډېر شي.