بغلان چارواکي: د تاله او برفک ولسوالۍ پر مرکز حمله شوې

د بغلان چارواکي وايي چې د تاله او برفک ولسوالۍ پر مرکز وسله‌والو طالبانو حمله کړې ده.

د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري نن ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

نوموړي په دې نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه‌کړل خو ویې‌ویل چې افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د وسله‌والو حمله په شا وتنبوي.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.