د تماس نړيوال ګروپ ناسته د افغانستان او اسلامي کنفرانس سازمان په کوربهتوب د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ يو پلاوي په دغې ناسته کې ګډون کړی.
خو دا چې په دغې ناسته کې په کومو موضوعاتو خبرې وشوې په اړهیې ښاغلي ازاد وویل:
"په دې ناسته کې د افغانستان د سولې په بهیر، په دې برخه کې په شويو پرمختګونو، اداري فساد سره په مبارزې او د اصلاحاتو په ګډون په سیمهییزې همکارۍ بحث وشو."
دا د تماس نړيوال ګروپ شلمه ناسته ده چې د شااوخوا ۴۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړی.
په دغې ناسته کې د مرسته کوونکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان په ګډون د يو شمېر نورو سازمانونو استازو هم ګډون کړی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا ډول ناستې هر کال څلور يا پنځه ځلې ترسره کېږي.
په دغو ناستو کې د افغانستان د بېلابېلو پرمختګونو په اړه راپور وړاندې کېږي او مرسته کوونکي هېوادونه او سازمانونه پرې خپل نظرونه ورکوي.
په دغې ناسته کې د افغانستان د ماليې وزارت او د سولې او امنیت شورا استازو هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی.
په همدې حال کې د افغانستان سولې عالي شورا وايي، دا د سعودي عربستان او ګډون کوونکو هېوادونو دنده ده چې د افغانستان د قضیې په اړه بېتفاوته پاتې نهشي.
د دغې شورا ویاند امینالدین مظفري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبان تر ډېره خپل جنګ ته شرعي جواز ورکوي او سعودي عربستان کولای شي چې د خپل نفوذه په ګټې اخیستنې طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.
ښاغلي مظفري زیاته کړه:
"طالبان خپل جنګ ته د شریعت له مخې مشروعیت ورکوي نو له دې اړخه هم سعودي عربستان چې د دغې ناستې کوربه دی او يو اسلامي هېواد دی او په ناسته کې هم د اسلامي هېوادونو استازي ګډون کوي نو د دوی مسؤلیت دی چې په مخالفینو فشار راوړي څو د خبرو مېز ته راشي او په افغانستان کې سوله راشي."
خو يو شمېر افغان کارپوهان بیا د دا شان ناستو پایلو ته ډېر هیلهمند نهدي.
بشیر بېژن وايي چې په دغسې ناستو کې تر ډېره مشوره او د نظر تبادله کېږي او هېڅ داسې پرېکړه نهکېږي چې د افغانستان د سولې پر پروسې د پام وړ اغېز ولري.
راپور: واصل وصال