د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د وسلهوالو مخالفینو یو نفوذي کس ۱۱ پولیس وژلي او خپله تښتېدلی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دغه پېښه تېره شپه د لښکرګاه په دوهمه حوزه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل چې د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي چې دغه نفوذي کس مېلمه راغلی و او یا د پولیسو ملګری و.
خو وسلهوال طالبان وایي چې په لښکرګاه کې له پولیسو سرهیې نښته کړې، پوستهیې نیولې او دولس پولیسیې وژلي دي.