هلال: د سیمې استخبارات د افغان پوځ د کمزوري کولو هڅه کوي

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې افغانستان د سیمې د استخباراتي کړیو تر منځ په یوه لویه جګړه کې ښکېل دی او ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې زموږ امنیتي ارګانونه ضعیف کړي.

په کشفي او استخباراتي چارو کې د دفاع وزارت مرستیال هلال‌الدین هلال دا څرګندوې د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځې په لمانځ‌غونډه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتېرو ته وکړې.

هغه وویل چې د سیمې استخبارات له مختلفو لارو څخه هڅه کوي چې د سرتېرو په صفوفو کې ځای ونیسي او تر منځ‌یې درز او خلا رامنځته کړي.

هلال الدین هلال.

هلال داسې وویل:

"له ټولې هیلې او نیرنګ څخه استفاده کوي تر څو ستاسو د لیکو تر منځ درز او خلا جوړه کړي، دوی له قومي، سمتي، ګروهي او تنظیمي مسایلو څخه ګټه پورته کوي او ستاسو د تضعیف هڅه کوي."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال وايي چې په امنیتي ارګانونو کې د فساد موجودیت او له نظامي نښان او رتبو څخه ناوړه ګټه اخیستنه سبب شوې چې یادو ارګانونو کې ننګونې او ستونزې ډېرې شي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال مهمند کټوازی وايي چې په تېرو ۹ میاشتو کې د یاد قول اردو سرتېرو له نورو امنیتي ارګانونو سره په مشترکه توګه ۷۰ تصفیوي عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې طالب وسله‌والو او دښمن ته لوی تلفات اوښتي دي.

هغه وویل:

"افغان امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په نتیجه کې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د هغوی شوم اهداف‌یې شنډ کړي دي."

افغان سرتېري وايي تر څو چې توان لري له خپلې خاورې ساتنه کوي او د خپلو خلکو او هېواد ساتنې لپاره هر ډول سر ښندونو ته تیار دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څو سرتېري ېې په اړه وايي:

"د خپلو خلکو، خاورې او وطن لپاره تیار یم چې هر ډول خطر قبول کړم او له دې هېواد او خاورې څخه ساتنه وکړم، دا هېواد مې هم کور دی او هم ګور."

"د وطن دښمن چې د هېواد په هره سیمه کې وي، نابود به‌یې کړو، شخصاً زه او زما غوندې زرګونه نور سرتېري د خپلې خاورې او خلکو لپاره د وینې توېیدو ته تیار یو."

په داسې حال کې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د سیمې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه تضعیف شي چې تر دې دمه د ملي یووالي حکومت لوړپوړو چارواکو په وضاحت سره ویلي چې د پاکستان حکومت په افغان خاوره کې د ترورېستانو له تخریبي فعالیتونو ملاتړ کوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی