اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ به د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه امریکا ته د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ورتګ په اړه نوی فرمان لاسلیک کړي.
اسوشیټېډ پرېس د ټرمپ د ادارې د یوه لوړ رتبه چارواکي په حواله چې په دې اړهیې د خبرو اجازه نهدرلوده، د هغه د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط دا معلومات خپاره کړي دي.
د سپینې ماڼې ویاند شان سپایسر ویلي:
"ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ دا فرمان لاسلیک کړي خو ځنډ له دې امله راغی چې موږ غواړو دا فرمان تر لاسلیک وروسته په ډېر ښه ډول عملي شي."
د ولسمشر ټرمپ مخکني فرمان چې د اوو هېوادونو پر خلکو یې امریکا ته د ورتګ نوي ورځنی بندیز اعلان کړ، د امریکا په هوايي ډګرونو کې ګډوډي جوړه کړه او پر ضد يې په زیاتو ایالتونو کې لاریونونه هم وشول.
دا هغه اووه هېوادونه دي چې اکثر خلکیې مسلمانان دي.
د ټرمپ د فرمان پر اساس، امریکا ته له سوریې د کډوالو پر ورتګ هم بندېز ولګېد.