د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په برخه کې د اسلاماباد له نوې طرحې هرکلی کوي او وایي پاکستان باید د خبرو پر ځای عملي ګامونه واخلي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستان له لوري افغان حکومت ته د نوې تګلارې د سپارل کېدو په تړاو څه ونهویل خو ټينګار یې وکړ چې افغان حکومت چمتو دی چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن بللې او ویلي دي چې د ځپلو لپارهيې افغان لوري ته وړانديزونه ورلېږلي دي.
ښاغلي عزیز همدارنګه ویلي که چېري افغان حکومت په دې طرحې سلا وکړي نو د اقتصادي همکاريو سازمان په غونډه کې به چې راتلونکې اوونۍ په اسلاماباد کې کېږي ورته رسمي بڼه ورکړل شي.