افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نهدی او باید ترې غلط تفسیر ونهشي.
ښاغلي غني نن د کب میاشتي نهمې نېټې "د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځې" په مناسبت وینا کې وویل، هغه کسان چې فکر کوي افغانستان د جګړې ډګر دی دغې هېلې ته به ونهرسېږي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"افغانستان هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نهدی، خو هغه کسان چې فکر وکړي افغانستان د جګړې په ډګر بدلولی شي، دغه بدمرغه هیله به قبر ته یوسي."
ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم نواز شريف ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او په دې برخه کې خپل شکایت افغان حکومت ته سپارلی دی.