د امریکا متحده ایالاتو له روسیې غوښتي چې سمدستي د اوکراین په ختیځ کې اوربند مراعات کړي او زیاتوي چې د روسي پوځیانو او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو یوې ګډې قوا په سیمه کې نړیوال څارونکي په نښه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیه کې له روسیې او په اوکراین کې له بېلتونپالو غوښتي چې ژر تر ژره خپلې درنې وسلې د جګړې له سیمې وباسي او نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې په سیمه کې څارنې ته بشپړ لاسرسی ولري.
د واشنګټن دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د اوکراین ختیځ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکو ویلي، د بېلتونپالو تر واک لاندې ښار ډونېڅک په شمال کې وسلهوالو یوه بېپیلوټه الوتکه چې د اوربند څارنهیې کوله نیولې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، د امریکا متحده ایالات د اوکراین په ختیځ کې له نېږدې اوربند څاري.
تر دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د اوکراین حکومت وویل چې په تېرو ۳۶ ساعتونو کې د دوی ۱۶ سرتېري د اوکراین په ختیځ کې ټپیان شوي دي.