منامه کې بمي چاودنې د بحرین څلور پولیس ټپیان کړي

د بحرین د کورنیو چارو وزارت وايي، پر یو بس بمي چاودنه کې د دې هېواد څلور تنه پولیس ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون د بحرین پلازمېنې منامې په جنوب کې یو کلي کې شوې ده.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت پر ټویټر خپاره کړي بیان کې ویلي:

"دا ترورېستي چاودنه د جوو په نوم کلي کې د پولیسو پر بس شوې، څلور تنه پولیس‌یې ټپیان کړي چې روغتیايي وضعیت‌یې ښه دی."

د پېښې په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې د میلادي کال په لومړۍ ورځ دې کلي کې وسله‎والو کسانو پر یو زندان برید کړی و، یو تن پولیس‌یې وژلی او لس تنه بندیان‌یې خوشې کړي وو.