د افغانستان د ملي اردو د يوه معلول سرتېري د مېړانې او همت عجیبه کیسه.
شریف هغه افغان سرتېری دی چې د خپل هېواد او خاورې د ساتنې په لاره کې یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي او اوس له بدې ورځې په کابل ښار کې ټکسي چلوي.
دواړه پښې یې نهشته خو له ځانه سرهيې د نورو د لېږدولو هنر په ښه توګه زده کړی.
شریف وايي، هلمند ولایت کې سرتېری و چې د ماین يوې چادونې دواړه پښې ورڅخه واخیستې.
هغه وايي، په دې خپه نهدی چې ولې يې دواړه پښې له لاسه ورکړي خو زړهيې په دې درد کوي چې حکومت ورته سمه پاملرنه نهکوي.
نوموړی وايي:
"زړه مې په دې درد نهکوي چې د وطن لپاره مې خپله وینه بهولې او یا مې د وطن لپاره دواړه پښې له لاسه ورکړي، دا زما لپاره ویاړ او د سرلوړۍ ځای دی او دا ویاړ یوازې زما لپاره نه بلکې د ټول هېواد لپاره ویاړ دی، خو دې باندې مې زړه درد کوي او زه پرې افسوس کوم چې موږ ته هېڅ پاملرنه نهشته."
شریف وايي، د ژوند کولو يوازنی هدفيې نورو ته خدمت کول او د کورنۍ غړو ته د نفقې پیدا کول دي.
هغه وايي، خلکيې د يوه مېړني ځوان په توګه پېژني او په خپل کړي خدمت ویاړي.
د شریف ژوند له ډېرو ناخوالو او ستونزو څخه ډک دی خو دی ورسره د يوه باشهامته او با همته سرتېري په توګه مقابله کوي او ماته نهمني.
شریف د خپل ژوند ۲۴ پسرلي ترشا پرېښي خو د يو شمېر اقتصادي او نورو ستونزو له کبلهیې لا واده نهدی کړی.
د ملي اردو دغه معلول سرتېری وايي چې څلور کالهيې په هلمند ولایت کې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې او يو نیم کال کېږي چې په کابل ښار کې پرته له دواړو پښو ټکسي چلوي.
د شریف پلار چې د کابل ښار د تایمني په يوه څنډه کې د تازه مېوې هټۍ لري د خپل ځوان زوی دغه حالت ورته دردونکی دی.
نوموړی وايي:
"جګرخوني لري، خو زه بیا هم ویاړم، نو که موږ له خپل هېواد ساتنه او دفاع ونهکړو نو تاسو وینئ چې څه حال دی."
د يو شمېر راپورونو له مخې د افغانستان د امنیتي ځواکونو معلول او د وژل شویو سرتېرو کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي خو حکومتيې پوښتنه نهکوي.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دوی هغو سرتېرو ته چې د ملي اردو په لیکو کې معلول کېږي په هر لحاظ مرستې رسوي او سمه پاملرنه ورته کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، دوی د افغان سرتېرو قربانیو ته درناوی لري او د دوی حقونه په منظم ډول ورته رسوي.
ښاغلی رادمنش زیاتوي:
"هغه سربازان، افسران او جنرلان چې معلول کېږي، د هغوی د اسناد په اساس دوی ته په کور دننه او هېواده بهر د درملنې امکانات برابرېږي او د دفاع وزارت د پالېسۍ سره سم هغه سرتېرو ته چې په جنګونو کې معلول کېږي، د يوې نومرې ځمکې ترڅنګ، دوه لکه نقدي مرسته او میاشتنی معاش هم ورکول کېږي."
شریف چې څلور کالهیې په هلمند کې د ملي اردو په لیکو کې خدمت کړی پر افغان حکومت غږ کوي چې په پوځ کې د معلولو او وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره مرستې زیاتې کړي، ځکه دوی د خپلې خاورې د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کب يا حوت نهمه په هېواد کې د سرتېري د ورځې په توګه لمانځل کېږي.
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: واصل وصال