په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظالله اکبري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې نن یکشنبه له غرمې وروسته څه باندې ۳ بجې د ناټو د غوڅ ملاټر مأموریت هوايي ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ د نهره کُهنه په سیمه کې د کندز لپاره د وسلهوالو طالبانو پر نومول شوي والي ملا عبدالسلام باندې هوايي برید کړی چې په پایله کې ملا عبدالسلام له خپل ۸ تنو وسلهوالو کسانو سره وژل شوی دی.
ښاغلی اکبري زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د ملاعبدالسلام ورو همدارنګه قاري امین مشهور په خالد د وسلهوالو طالبانو یو تن نومول شوی ولسوال هم شامل دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د ملا عبدالسلام د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه په ځینو رسنیو کې خپار شوي و خو وسلهوالو طالبانو رد کړي وو.
خو تر اوسه پورې وسلهوالو طالبانو د ملاعبدالسلام د وژل کېدو په اړه څه نهدي ویلي.