روسی فعال، ايلدار دادين له بنده راخوشې شو.
دا خبر د روسیې رسنيو ورکړی دی.
دادین وروسته له هغه راخوشې شو چې د روسیې ستره محکمه د تېرې چارشنبې په ورځ تر دې خبرې تېره شوه چې دادین په غير ممنوع لاريونونو کې ګډون کړی و او د ده د راخوشې کېدو حکميې ورکړ.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دادين د مېرمنې اناستازيا زوتووا له قوله ويلي چې دی د يکشنبې په ورځ راخوشې شو.
روسي ټلوېزيونونو د دادين وېډيوګانې خپرې کړي چې د جنوبي سايبريا په التای کرای سیمه کې له توقيفه راووت.
دادین د روسي او نړيوالو ادارو لهخوا سیاسي بندي بلل کېږي او د هغه قانون له مخې د دوه نيمو کلونو په بند محکوم شوی و چې له مخې يې په غير ممنوع لاريونو کې د ۱۸۰ ورځو په موده کې تر يو زيات ځلي ګډون جرم دی.
دادين یوازنی کس دی چې د دغه قانون له مخې مجرم پېژندل شوی دی.
ده تېر کال په يوه پرانیستي لیک کې ليکلي و چې دی او په کريليا زندان کې نور بنديان وهل کېږي او شکنجه کېږي.
وروسته دی د التای سيمې زندان ته انتقال شو.
دادین په دوه زره پنځلسم کال کې مجرم وپېژندل شو او تر يو کال زيات بند يې تېر کړی دی.