د ارزګان چارواکي وايي، وسلهوال طالبان غواړي ارزګان تر خپل کنټرول لاندې راولي او ګاونډيو ولایتونو ته لاسونه وغځوي.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مرکه کې وویل، ارزګان چې د افغانستان مرکزي ولایت دی، ځکه نو وسلهوال طالبان غواړي دغه ولایت د خپل مرکز په توګه وټاکي او په خبرهيې که مرکزي حکومت ارزګان ته جدي پاملرنه ونهکړي نو د دغه ولایت څخه به ناامني د افغانستان نورو ولایتونو ته وغځېږي.
نوموړی وايي، ارزګان ته د وسلهوالو طالبانو لوړپوري مشران هم راغلي او دغلته د خلکو سره په سلا مشورو بوخت دي.
ښاغلي خروټي زیاته کړه:
"موږ ځیني معلومات ترلاسه کړي چې په هغو سیمو کې چې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي، یو شمېر کسان راغلي، پلونه جوړوي یعنې ځان خلکو ته انجنیر یادوي، څه موده مخکې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب هم ارزګان ولایت ته راغلی و."
خروټي وویل، مرکزي حکومت د ارزګان د امنیت برخه کې خپلو کړو وعدو ته ژمن نهدی پاتې شوی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه د افغانستان امنیت شورا هم د پسرلي موسم په راتلو سره د ارزګان په ګډون د یو شمېر ولایتونو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
له دې سره د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.
په ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی وايي چې درې میاشتې کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو ارزګان ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي خو لا اوس هم وسلهوال طالبان د ترینکوټ ښار په یو کېلو مترۍ کې شتون لري او امنیتي ځواکونه په دې نهدي توانېدلي چې شااوخوا سیمې له وسلهوالو طالبانو تصفیه کړي.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه:
"د ارزګان خلک په ډېرو سختو شرایطو کې شپې-ورځې تېروي هره ورځ موږ پولیس له لاسه ورکوو، د پولیسو مورال ورځ تر بلې ضعیفه کېږي."
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین بیا په دغه ولایت کې د پرمختګ خبر ورکوي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې دوی ارزګان کې د هر ډول بریدونو پر وړاندې چمتووالی لري.
نوموړی وايي، موږ د ارزګان امنیتي وضعیت په خپل لومړيتوبونو کې راوستی او زموږ عملیات اوس هم یاد ولایت کې روان دي.
ښاغلی وزیري وايي:
"ارزګان کې موږ یوه لویه لوا لرو چې په هغه کې ډېر قوت پروت دی، که بیا هم نورو ځواکونو ته اړتیا شوه په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو موجود دی له هغه ځايهيې ورته استوو."
بلخوا د مسؤلینو په خبره وسلهوالو طالبانو له تېرو ۶ میاشتو راهیسې د ارزګان ولایت د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
راپور: شریفالله شرافت