حقجو: له پاکستان نه نړیوال سوداګریز سازمان ته شکایت کوو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د پاکستان له لوري د تورخم او سپین بولدک د دروازو د تړلو په تړاو نړیوال سوداګریز سازمان ته شکایت کوي.

د دغه وزارت مرستیال قربان حقجو نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې اړه یو پلاوی هم ټاکل شوی څو د لارې د تړل کېدو په اړه څېړنه وکړي.

نوموړي وویل چې په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د غړیتوب پر اساس دا هېواد حق لري چې د سوداګریزو توکو په وړاندې د لارې د تړل کېدو په اړه شکایت وکړي.

پاکستان له تېرو لسو ورځو راهیسې د تورخم او سپین بولدک دروازې د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړلې دي.