پاکستان د کونړ پر سرکاڼو بیا ۱۰۴ توغندي توغولي

د پولې هاخوا نه د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ یو ځل بیا ۱۰۴ توغندي توغول شوي دي.

د دغه ولایت د امنيه قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه توغندي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ درې راغلي خو چا ته‌یې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

نوموړي وویل چې پاکستاني پوځيانو له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې پر کونړ بریدونه درولي وو، خو د شنبې له ورځې یې بیا پیل کړي دي.

پاکستان له شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې پر کونړ او ننګرهار سلګونه توغندي ویشتلي چې خلکو ته‌‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

همدارنګه د دغو بریدونو له امله یو شمېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.