د تورخم لار لا هم د افغانانو پرمخ تړلې

د تورخم لار لا هم د افغانانو پر مخ تړلې ده.

سره له دې چې پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې د افغانستان سفیر ته ویلي چې د تورخم او سپین بولدک لارې به په نېږدې وخت کې د افغانانو پرمخ پرانیستل شي، د ننګرهار د والي ویاند وايي چې لږ تر لږه په تورخم کې وضعیت لا نه‌دی بدل شوی.

عطالله خوګیاڼي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"متأسفانه تر اوسه پورې پاکستاني منصوبین نه‌دي ژمن شوي چې خپله وعده پوره کړي، لار تر اوسه هم د مسافرینو پر مخ تړلې ده."

پاکستاني پولیسو پرون لږ تر لږه ۲۵۰ افغانانو ته چې له وېزو سره په پاکستان کې بند پاتې وو یا ناروغان وو د سفر اجازه ورکړه.

په پاکستان کې تر یو لړ ترورېستي حملو وروسته، اسلام‌اباد څه باندې یوه اوونۍ مخکې له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.