د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غواړي چې هغه کډوال چې په هغه هېواد کې نیول شوي بېرته خوشي کړي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د هلو ځلو په نتیجه کې یو شمېر افغانان بېرته له زندانه خوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کولو هڅې روانې دي.
نوموړي دغه راز وویل د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ «UNHCR» تر منځ د اسلام اباد په درې اړخیزه ناسته کې چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ جوړه شوې وه په خپله خوښه د کډوالو د ستنېدو او له کډوالۍ څخه د سیاسي فشار په توګه د نه استفادې په اړه هوکړه لیک لاسلیک شوی.
ښاغلی میاخیل وایي، د پاکستان حکومت باید د کډوالۍ موضوع سياسي نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته دغه هېواد یو شمېر افغان کډوال نیولي او په بېلابېلو نومونو یې ځوروي.