د بغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل شوي دي.
د بغلان والي عبدالستار بارز نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات به هغو سیمو ته هم وغځول شي چې د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې دي.
نوموړي همدارنګه د بغلان له خلکو وغوښتل چې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
ویل کېږي چې دا مهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ ځيني برخې، برکه، تاله او برفک، دوشي، د ډند شهاب الدین او ډنډ غوري ځینې برخې د وسله واله مخالفینو په کنټرول دي.