سیاسي ډګر کې د امریکا څنډې ته پاتې کېدو په اړه خبرداری

یوه پخواني امریکايي ډيپلومات په نړیوال سیاسي ډګر کې د امریکا د څنډې ته پاتې کېدو او د روسیې د پراختیا غوښتنې د سیاستونو په اړه خبرداری ورکړی.

ډن فرید چې نېږدې څلویښت کاله یې په پخواني شوروي اتحاد او پولنډ کې د امریکا د سفیر په توګه کار کړی د خپل تقاعد د لمانځنې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه بریاوې چې لوېدیځ په سړه جګړه کې د ډیموکراسۍ او ازادي په برخو کې ترلاسه کړې د لوېدیځو هېوادونو په یووالي او اعتماد کې د شکونو او د روسیې د تهاجمي سیاست له کبله اوس له خطر سره مخامخ دي.

فرید وویل، د لوېدیځ مهمو موسسو لکه ناټو او اروپايي ټولنې وده وکړه او نېږدې سل میلیونه اروپاييان یې ازاد کړل خو زه پوهېږم چې د بدلون احتمال هېڅکله له پامه نشو غورځولای.

هېڅ شی تل ترتله نه وي او دا بریاوې هم اوس د روسیې له یرغل سره مخامخ دي.

نوموړي خبرداری وکړ چې امریکا انزوا ته مخه کړې او روسیې او چین ته موقع په لاس ورکوي چې په نړۍ کې د پراختیا غوښتنې لپاره خپلو هیلو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، د نوي نسل دنده داده چې د دې بریاوو دفاع وکړي او چې وخت یې راشي دا ازادي یوځل بیا اروپا ته وغځوي.