زاخېلوال: هيله من يو چې پوله نن په جزيي توګه پرانيستل شي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وایي هیله من دی چې د تورخم او سپین بولدک لارې په جزیي ډول نن د ناروغانو، ښځو او سپین ږیرو په مخ پرانستل شي.

د ولسمشر غني جګپوړي سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې دا ژمنه پاکستاني چارواکو له ده سره کړې ده:

​"د نن ورځې ژمنه یې داده چې دا لارې به په فرعي ډول خلاصې شي یعني له هغې لوري به مریضان، سپین ږیرو، ښځو پر مخ باندې او له دې لوري به هغه کسان چې د وېزو له لارې راغلي دي او غواړي چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شي دوی ته به خلاصې شي."

پاکستان نهه ورځې وړاندې په سند ایالت کې له انتحاري حملې وروسته د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړلې.