د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پر یوه ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او اووه زخميان دي.
د لغمان ولایتي چارواکي وايي، د شنبې ورځ شااوخوا لس نیمې بجې د الینګار په استقامت د مرکز اړوند د بسرام په سیمه کې د دولت وسله والو مخالفینو له لورې د هاوان را توغول شوې مرمۍ پر یوه ښوونځي لګېدلې ده.
د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته ويلي په دې پېښه کې دوه تنه شاګردان وژل شوي او اووه تنه نور زخمیان شوي چې یو تن په کې ښوونکی دی.
نوموړی وايي زخمیان دا مهال د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه استول شي دي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د دې برید مسؤلیت تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.