ازبکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د صادراتو اجازه نه ورکوي

ازبکستان، افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې د رېل پټلۍ له لارې صادارات وکړي.

د ازبکستان دولت افغانستان ته دا اجازه نه ورکوي چې له چین څخه حیرتان بندر ته د غځېدلې رېل پټلې له لارې صادرات ورکړي.

د بلخ ولایت د ګمرک مشر عبدالرحمن راسخ وايي چې یادې رېل پټلۍ له لارې یوازې چین افغانستان ته واردات ترسره کوي، خو برعکس بیا افغانستان دا اجازه نه لري چې چین ته صادارات ترسره کړي.

راسخ وايي چې د افغانستان د تجارتي میکانیزم پر اساس، دا هېواد خپل تجارتي توکي د تورخم له لارې پاکستان او له هغه ځایه څخه چین ته صادروي.

افغانستان عمدتاً چین ته قیمتي ډبرې، وچې مېوې او معدني توکي د ځمکې له لارې صادروي.