عبدالله: افغانستان هېڅ کله د تروریستي ډلو ملاتړ نه دی کړی

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، هېواد یې هېڅ کله د تروریستي ډلو ملاتړ نه دی کړی.

عبدالله عبدالله نن د حزب وحدت د یوه پخواني مشر محمد علي مزاري د وژل کېدو د ۲۲ تلین په مناسبت غونډې ته په کابل کې وویل چې پر افغانستان د تروریستي ډلو د ملاتړ تورونه د خلکو د ذهنونو د غلطولو لپاره لګول کېږي او له وضعیت سره هېڅ مرسته نشي کولائ.

په وروستیوکې د پاکستان صدراعظم نواز شریف وویل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي.

خو عبدالله عبدالله پرته له دې چې په مستقیم ډول د شریف خبرو ته اشاره وکړي، وویل چې د تور پورې کولو پرځای له ترورېزم سره په مبارزه کې صادقانه همکارۍ ته اړتیا ده.

ښاغلي عبدالله وویل، افغانستان هېڅ کله د ترورېزم ملاتړ نه دی کړی او هغه کسان چې د اسلام په نوم ترور او وحشت خپروي او بېګناه وګړي وژني، په حقیقت کې د اسلام او بشريت دښمنان دي.