غني: د هېواد مرکزي سیمو کې د سړک جوړولو ۱۰پروژو کار پیل شوی

Afghanistan: Afghan President Mohammad Ashraf Ghani 7 Dec 2016 ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په مرکزي سیمو کې د سړکونو جوړولو لږترلږه لس پروژې پیل شوې چې یو ملیارد ډالر لګښت پرې راځي.

ولسمشر غني ویلي، مرکزي سیمو ته د برېښنا لېږدولو د پروژې مقدماتي کار هم پیل شوی اود پلان پر اساس به بشپړه شي.

د افغانستان مرکزي سیمو ته د ترکمنستان د برق د لېږدولو د پروژې په اړه یو شمېر اعتراضونه هم شوي وو خو د افغانستان حکومت وايي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به په ځانګړي ډول د بامیان ډېرو کورنیو ته برق ورسېږي.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن د حزب وحدت د يوه پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۲ تلین په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې وکړې.

ښاغلي غني عبدالعلي مرازي ته د ملي وحدت د شهید نوم ورکړی دی.