ابدالي: پاکستان باید ترورېزم ځپلو کې دوه مخی چلند ونه کړي

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي هند او افغانستان دواړه د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته ژمن دي، خو نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې د نورو هېوادونو د ملامتولو پر ځای دې په هغه ډول چې اړتیایې ده د ترورېزم په وړاندې مبارزه وکړي.

ابدالي له هندي ورځپاڼي «ANI» سره د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان باید په داسې ډول دا مبارزه پر مخ یوسي چې د تروریستانو ترمنځ توپیر پکي ونه کړي او نه هم ترورېزم د سیاسي لاسته راوړنو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

ابدالي زیاتوي کله چې د ترورېزم په وړاندې جګړه یادېږي نو باور دا دی چې د پاکستان په ګډون ټول پکې شامل دي، نو پاکستان باید په دې لاره کې دومخی چلند ونه کړي.

افغان حکومت د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو سره همغږی دی چې پاکستان د ترورېزم په وړاندې صادقانه مبارزه نه کوي او ټینګار کوي چې اسلام اباد دي په خپله خاوره کې د تروریستانو د ځالو په له منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي، خو اسلام اباد وایي، د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته ژمن دی.