د بې وزلۍ انتها کډوالي، ګرمي او یخني نه پېژني
Your browser doesn’t support HTML5
د شبرغان ښار په یوې څنډه کې یوه زړه ونه د زیاتې واورې له کبله پر سړک رانسکوره شوې.
دوه اتیا کلن سړي د دغې ونې ډډې ته لګېدلی او په تیشې او تبر یې ټوټه کوي او خپلو کورونو ته یې وړي.
اتیاکلن خال یار چې ځان د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ څخه معرفي کوي وايي، د سړې هوا له کبله مجبوره دی چې د ونې دغه ټوټې کور ته یوسي او ځانونه ګرم کړي.
د جنګ ناخوالی د فاریاب، سرپل ولایتونو د کلو ځینې اوسیدونکی اړ کړي چې د شبرغان ښار ته راشي او دغه دوه اتیا کلن سړی چې له همدې ډلې دی په خورا بد اقتصادي وضعیت کې دي.
ویډیو عالم رحمانیار او ایډیټ ابراهیم صافی