باکو د اروپا د ځینو غړو او څېړونکو نومونه نړيوال لېسټ کې شامل کړي

باکو د اروپايي پارلمان د درېیو غړو او يو شمېر اروپايي څېړونکو نومونه د دې هېواد په نړيوال لېسټ کې شامل کړي چې باید دغه کسان توقيف شي ځکه دوی د آذربايجان جلا شوې سيمې ناګورنو قره باغ ته تللي وو.

په باکو کې د لوی څارنوال دفتر پرون اعلان وکړ چې د اروپايي پارلمان غړي فرانک اينګل، ايليني تيوکاروس او يارومير ستې تينا بايد ونیول شي ځکه د ناګورنو قره باغ سيمې ته يې د فبرورۍ په شلمه غيرقانوني سفر کړی څو هغه ټولپوښتنه وڅاري چې باکو او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان منځګړيتوب کوونکې ډله يې په رسميت نه پېژني.

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان منځګړيتوب کوونکې ډله کې د امريکا، روسيې او فرانسې ډیپلوماټان شامل دي.

د اذربايجان د حکومت له خوا خپره شوې اعلاميه دا هم وايي، چې باکو د ارمنستان، هسپانيې او بریتانيې د څلورو بيولوژيستانو او لرغون پوهانو پرضد د پلټنو امر کړی چې په جلا شوې ناګورنو قره باغ کې يې د غير قانوني کېندنو کار روان کړی وو.

جلاغوښتونکو چې د ارمنستان ملاتړ لري، د ۱۹۹۰یمې کلیزې د جګړې پر مهال د ناګورنو کاراباخ د ارمني نژادو اکثريت سيمې کنترول تر لاسه کړ.

په دغه جګړه کې دېرش زره کسان ووژل شول.

دغه کړکېچ ته د پای ټکی ایښودلو په مقصد ډیپلوماټيکو هلو ځلو لږ نتيجه ورکړې ده.