د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د ارزګان-کندهار ترمنځ لاره وسلهوالو طالبانو تړلې ده.
د ارزګان ولایت ولایتي شورا وايي چې د کندهار- ارزګان پر لار تېره شپه وسلهوالو طالبانو د "تورکوتله" سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې څو ساعته يې دوام کړی.
د ولایتي شورا غړی محمد کریم کریمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د برید په پایله کې د تور کوتله یوه امنیتي پوسته وسلهوالو طالبانو نیولې او نیمايي پولیس يي وژلي خو دقیقه شمېره يې نه ده معلومه.
دغه لاره لا تر اوسه د وسلهوالو طالبانو په لاس کې ده او ترینکوټ، کندهار کې ګڼ مسافرین بند پاتې دي.
د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک بیا په دې اړه ناخبري ښيي او وايي چې د لارې پر سر کومه امنیتي ستونزه نهده موجوده.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه هم پر دغه لویه لاره پولیسو په خپله خوښه ۷ امنیتي پوستې خوشې کړې وې.
شریف الله شرافت ـ ارزګان