فعالان: نړېواله ټولنه دې پاکستان په تور لېست کې شامل کړي
Your browser doesn’t support HTML5
نن په کابل کې د پاکستان پرضد اعتراضیه غونډه وشوه، په دې غونډه کې د مدني فعالانو سربېره لسګونو نورو کسانو هم ګډون کړی و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکړل.
مدني فعالانو د افغانستان د ختیځو ولایتونو پرځینو سیمو د پاکستاني پوځ له خوا راکټي بریدونه د افغانستان پر خاوره د پاکستانیانو ښکاره تېری وباله.
دوی د پاکستان پرضد شعارونه ورکول ، ویل یې افغان حکومت نور باید د پاکستان پر دروغجنو وعدو تېر نه وځي.
همدا راز مدني فعالانو له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ وویل چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان د سرغړونو په اړه چُپ پاتې نه شي او دغه هېواد باید په تور لېست کې شامل کړي.
ویډیو او ایډېټ: محمد ابراهیم صافی