د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل حاضر دی چې له اسلاماباد سره په ګډه د ترهګرو د لېستونو او ګډو ګواښونو په اړه بحث او اقدام وکړي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یو دریم ګړی هېواد باید په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان له اقداماتو څارنه وکړي.
"افغانستان اماده دی چې له پاکستان سره د دواړو لوریو د لېستونو او ګډو ګواښونو په اړه مسؤلانه بحث او اقدام وکړي او یو درېیم ګړی هېواد باید د دواړو هېوادونو له اقداماتو باید څارنه وکړي."
د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پاکستان په خپلې خاورې کې د ترهګریزو بریدونو وروسته کابل ته د ترهګرو یو لېست ور وسپاره خو افغان حکومت هم په ورته اقدام کې پاکستان ته د ترهګرولېست تسلیم کړ.