ولسمشرغني: افغان هوايي ځواکونه به تر۲۰۲۰مه خود کفا شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان هوايي ځواکونه به تر۲۰۲۰ میلادي کاله پورې خود کفا شي.

ښاغلي غني نن په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي اکاډمي څخه د څه باندې۳۰۰ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې افغان هوايي ځواکونه پیاوړي شوي او د بشپړ تجهیز لپاره یې هڅې روانې دي.

"زموږ هوايي قوتونه فعال شوي او ټاکل شوې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله له هر پلوه پوره شي، ځینې نور پروګرامونه هم ترلاس لاندې لرو چې له مخې به یې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله حد اقل ته ورسېږي."

ولسمشرغني همدا راز وویل چې په افغان امنیتي ځواکونو کې د بنسټیزو اصلاحاتو لپاره جدي اراده لري.