اجرائیه ریاست: ژر به د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي

اجرائیه ریاست وايي، ډېر ژر به د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجنشبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې په دې اړه بحثونه پای ته رسیدلي او ژر به عملي اقدامات پیل شي.

"د الکترونیکي تذکرو په اړه بحثونه تقریباً پای ته رسیدلي او په نېږدې راتلونکې کې به د الکترونیکي تذکرو د وېش برخه کې عملي اقدامات پیل شي."

اجرائیه ریاست همدا راز د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د راتلونکو ټاکنو د شفافیت لپاره د الکترونیکي تذکرو وېش مهم بولي.