جرمني کې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو ۳مه ډله کابل ته راورسېده

د هغه افغان مهاجرو درېیمه ډله نن سهار کابل ته راورسېدله چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه رده شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د راستانه شوېو افغانانو د شمېرې په اړه څه ونه ویل خو دا یې وویل چې د راستانه شویو افغانانو عمرونه له اتلس کلونو پورته دي.

د افغان پناه غوښتونکو الوتکې تېره ورځ ناوخته د جرمني له مونش ښاره چې د رپوټونو پر اساس اتلس تنه په‎کې سپاره وو د کابل پر لوري حرکت وکړ.

جرمنې تردې وړاندې هم دوه ډلې افغانان په خپل هېواد کې د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي دي.