لاوروف: روسیه حاضره ده چې د سوریې په اړه امریکا سره خبرې وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، روسیه حاضره ده چې سوریه کې د خوندي سیمو د رامنځته کېدو لپاره له متحدو ایالتونو سره خبرې وکړې خو په دې باور ده چې دغسې یو پلان دې ته اړتیا لري چې د سوریې له حکومت سره همغږی شي.

سرګې لاوروف د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ده د دغو خوندي سیمو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره تېره اوونۍ د جرمني په کتنه کې لنډې خبرې وکړې خو ټیلرسن ورته وویل چې پر دغه پلان باید نور کار وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت ویلي چې غواړي سوریه کې خوندي سیمې رامنځ ته شي چې هغه سوریایان چې له جګړو تښتي؛ دغو سیمو ته پناه یوسي.