د تورخم او چمن لارې لاهم تړلې دي. نېژدې یوه اوونۍ وشوه چې پاکستان پردې پولو د خلکو د تګ-راتګ مخه نیولې ده.
په سلګونو موټر او په زرګونو کسان د افغانستان او پاکستان خوا ته د لارې پرانېستو ته انتظار دي.
پاکستان پرون د تورخم دروازه د لنډې مودې په مخه پرانېستله خو یوې ناوې ته یې اجازه ورکړه چې د افغانستان خوا ته واوړي او بېرته یې لار بنده کړه.
په تېرې نېږدې یوې اوونۍکې چې پاکستان پوله تړلې ده، ۵۲ افغانان یې چې د کډوالۍ اسناد یې نهلرل له خپلې خاورې ایستلي دي.
په پاکستان کې له یو لړ چاودنو وروسته اسلاماباد د تورخم او چمن پولې وتړلې.
پاکستان تور پورې کړی دی چې دا چاودنې هغو ترهګرو کړې دي چې په افغانستان کې دېره دي.