تمه ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې اوونۍ د منځنۍ اسیا درېیو هېوادو ته سفر وکړي.
د روسیې د ولسمشر یوه سلاکار یوري اوشاکوف وویل، پوتین به د فبروري په ۲۷مه قزاقستان او تاجکستان او په ۲۸مه قرغزستان ته ولاړ شي.
د اوشاکوف په وینا په دې سفر کې به د روسیې ولسمشر د دغو درېیو هېوادو له مشرانو سره پر دوه اړخېزه ۲۵ کلونو اړیکو خبرې وکړي.
د پخواني شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو سره قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان لومړي درې هېوادونه وو چې خپلواکي یې واخېسته.