سټیفن: الاسد دې د جینوا د سولې خبرو پر مهال بمباري نکوي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي سټیفن ډي مېسټورا وویل چې روسیې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیمه غوښتي دي چې د جینوا د سولې د خبرو پر مهال له بمباریو لاس واخلي.

ډي مېسټورا د چهارشنبې په ورځ دا خبره هم وکړه چې د سولې موافقې ته رسېدل اسانه نه‎دي:

«موږ یو بل مهم چانس ورکوو، لکه څرنګه چې پوهیږئ دا څلورم ځل دی چې په جینوا کې دا خبرې کېږي. دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې موږ غواړو د سوریې خلکو ته یوه بل چانس ورکړو، ټولو ډلو ته، څو د خبرو له لارې، د ستونزو حل لاره پيدا کړي.»

ډي مېسټورا زیاته کړه چې روسیې په ښکاره د سوریې حکومت ته دا خبره کړې ده چې د سولې د خبرو پر مهال له پوځي هلو ځلو لاس په سر شي.

په جینوا کې د سوریې په اړه د سولې خبرې نن پیلېږي.

د دې خبرو منځګړیتوب ملګري ملتونه کوي.

دا په نېږدې یوه کال کې لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه د دې خبرو منځګړیتوب کوي.